Banner

دپکتيا او پکتيانيو لرغوني دور ته لنډه کتنه

26.10.2007 20:09

څنګه چې د مهال د تېريدو له امله د انسان ځانګړي خواص بدلون مومي، په همدې ډول ژبه او هنر تغيير پيدا کوي؛ د پر مختيا او پراختيا پر لور حرکت کوي چې دې دا ډول بدلونونو اغيزې د يوې ژبې په وييونو (( لغتونو)) کې تر نورو رڼې ليدل کيږي، نو دا لنډکۍ ليکنه هم د پاخيتا  يا د پاکتيا د لرغوني هېواد په اړه ده چې دارت والي لمنه يې تر کومه ځايه غزېدلې وه او څومره  لرغونى تاريخ يې درلود؟ د پاختيا نوم او دهغه جغرافيايي موقيعت څنګه د زمانې په اوږدو کې تغيير موندلى دى.
کله چې اريايان  له منځنۍ آسيا نه کډه شول  او باختر ته راتلل ډېر شمېر  يې د پاختيا په لرغوني هېواد کې ځاى پر ځاى شول چې هغه مهال ددې ځاى خلک په پاکتيان او بيا د وخت په تېرېدو سره د پاکتين په نومونو يادېدل. داهم بايد وويل شي چې يونانيانو پخپلو بودايي کتابونو کې ددې منطقې يادونه په پاکتيا او پکتويس سره کړي دي خو د اريا يانو دهغه وخت له غوره مرکزونو څخه د پاکتيا او پاختيا يادونه کولى شو.
د يونان نامتو او پياوړى تاريخ پوه هېروډيټ چې د تاريخ پلار يې هم بولي له همدې ساحې او د هغې له نومونو څخه په دې ډول يادونه کړې، او وايي: ((پکتي، پکتويس هغه غښتلى او پياوړى ولس دى، چې په  پاکتيا ، پکتيخا او پادپکتيا  په هېواد کې اوسيږي نامتو پوه بطليموس يې هم د پکتيانو ټاټوبۍ د پکتين هېواد ګڼي. له بلې خوا مشهور ليکوال بېلو ددې ځاى د نوم يادونه په پيکي، پيکا سره کړې ده.
د بطليموس او هپروډيټ له څرګندونو څخه دا په ډاګه کيږي چې دا اوسنۍ لويه پکتيا  او دهغې ګرد چاپيره ځمکې يو ولايت نه بلکې يو ستر او غښتلى هېواد و، چې ځانګړى تمدن يې درلود، چې ولسمشر يې پاکتين نومېده، بېلو ددې هېواد ښارونه او قصبې: (( ګرديز، خوست، ارګون (د اوسنۍ پکتيکا سيمه)، ټل، واڼه، کرمه، دېره اسماعيل خان، ديره غازي خان، بنو، کلاچۍ، سيالکوټ، کراچۍ، جام پور او جيکب اباد ښودلې دي او څلور خواوې يې، شمال ته بلخ، بدخشان، ميمنه، مرغاب او مرو، سهيل ته يې: بلوچستان لوديځ ته يې: هرات، سيستان او ختيځ ته يې د نورستان او د چترال سيمې ښودلي دي.
د يادوونې وړ ده چې د اوسني افغانستان  د ختيځ لور څو ولايتونه د پاختيا د هېواد پر مهال ځانګړى هېواد ((ګهندارا)) نومېده.
اوسني پښتانه چې د نړۍ په ګوډ، ګوډ  کې لږ و ډېر ميشت شوي، دوى ټول  لومړى په باکته او پکتيا کې اوسيدل ؛له ميلاد نه درې او له نن څخه (٥٠٠٠) کاله پخوا د پوه پياوړي مدنيت څښتنان وو او دا په ډاګه ويلى شو چې د لومړي ځل له پاره لوديځوال نه، بلکې د نړۍ ختيځې برخې تمدن  رامنځ ته کړى ده. هېروډيټ وايي: چې  دوى ټول هنر پاله، کرونده ګر او مالداره خلک وو او د خپلو حيواناتو له پوستکيو څخه يې ګټه اخيسته اوله هغوى څخه به يې د څرمنې کرتۍ ګنډلې. هنري پر مختګ او پياوړتيا د تمدن په رامنځ ته کولو کې تر هرڅه رغنده ګام اخلي او  ددوى د هنري کړنو د تثبيت په اړه يوازې د ميرزکې د سيمې لرغونې سيکې ښودلى شو، چې څلور پيړۍ له ميلاده وړاندې او درې له ميلاده وروسته ټول اووه  سوه کلن لرغوني هنري اثار لري. کومې سيکې چې تر اوسه د ميرزکې په خزانه کې موندل شوي دي، دا په ډاګه کوي چې دوى د نړۍ تر ټولو متمدن خلک وو،  ويل کيږي چې تر اوسه  د ميرزکې له خزانې څه پنځوس زره سيکې ايستل شوې دي. د مرکزي اسيا  او د هند لرغون پيژندونکى« پ بورا شي» وايي: چې له ١٩٩٢ م څخه تر ١٩٩٤ م پورې د ميرزکې له خزانې څخه ٤ ټنه سيکې او پنځه سوه کېلو ګرامه ګاڼې او يوه اندازه  تاريخي اثار ايستل شوي چې درې ټنه يې د سويس د پاسل په ښار کې دي، دى وايي  چې دا دنړۍ په کچه ستره خزانه ده چې له ميلاد نه وړاندې له دوهمې تر پنځمې پيړۍ پورې لرغوني اثار لري، بلکې د ځينو اثارو قدامت  يې تر هاخامنشي او سکندر کبير  پورې رسيږي،  خو د افغانستان د تاريخي جغرافيې ليکوال ((سنګروال)) وايي  چې تر اوسه د ميرزکې په خزانه کې چې کومې موندني شوي په هغوکې د يوناني پاچا ((هرمايوس، کرفېزس او د کنشيکا)) د کورنۍ انځورونه لېدل کيږي.
بيلو د لرغوني هېواد (( پاکتيا)) يو ښار ګرديز ښودلى چې مانا يې لوړه کلا يا لوړ غر دى، او هغه ښار اوس هم په هماغه  ځاى کې موقيعت لري او تر اوسه همدغه بالاحصار خپل لرغنتوب ساتلى دى هغه مهال د ګرديز د بالا حصار لوړوالى ٤٠ متره ښودل شوى او دا يې  هم ويلي چې کله د کابل پاچا د اسلام له لښکرو څخه په تيښته شو نو د پاختيا  حصار ته يې پناه يووړه، پوهاند صديق الله رښتين د «لرغونې پښتو» په نومي کتاب کې د ګرديز د کليمې په اړه وايي چې ګرديز د دوو سانسکرتي کليمو ګډ جوړښت دى چې ګر په مانا د غر او ديس يا ديز په مانا د کلي يا نې د غره کلى يا د غونډۍ کلى، چې ددې بشپړه ودانۍ اوس هم شته چې د يوې غونډۍ پر سر د سترې ودانۍ موجوديت ښيې، که د ګرديز د حصار ودانۍ له نيژدې وليدل شي، نو پوښتنه پيدا کيږي چې هغه غټې اوسترې ډبرې چې څوټنه وزن لري، څنګه په هغه وخت کې دغه لوړ دېوال ته پورته شوي او بې له کومې تخنيکي الې څخه يې پر دېوال يوه پر بله په منظم ډول کېښودلې دي.
دا چې د سياسي او جغرافيايي پيښو له امله د نړۍ نقشه بدلون مومي له همدې امله د ژبې کالبوت هم له بدلون سره مخامخ  کيږي، نو د لرغونې پاختيا او د هغې په جغرافيايي څرنګوالي کې هم په لږ او ډېر توپير سره اوښتون رامنځ ته شوى، د بېلګې په ډول، لرغونې پاختيا نامه ته يوازې اوس ددوو ولايتونو پکتيا او پکتيکا د نومونو نيږديوالى څرګنديږي چې  د پکتيکا د شلمې زيږدې پيړۍ په  اوږدو کې ترې خپل اداري جوړښت ځانګړى کړى او بل يې هم دخوست لويه ولسوالي وه چې د تېرو دوو لسيزو په اوږدو کې مستقل ولايت شو، خو اوس يې هم افغانان په غټه کې درى واړو ولايتو ته د (( لويې پکتيا)) نوم اخلي خاصتاً هغې سيمې ته پکتيا ويل کيږي چې د ګرديز لرغونۍ حصا رلري، پکيتا وال اوس هم په کرهنه او مالدارۍ بوخت  دي، کله چې ددې سيمې خلک د سره انقلاب په دوران کې له پکيتا کډه شول چې دغو زيار کښو د کډوالۍ په دوران کې بيا بهرنيو هېوادو ته د كار په موخه مخه کړه او د کورني اقتصاد کچه يې تر يوه حده ښه او لوړه وساتله، پکتياوالو اوس هم  د تجارت،زده کړو او هنري کارونو ته مخه کړې د انجونو او هلکانو زيات شمېر ښوونځى لري او ددې ترڅنګ د پکتيا پوهنتون، د ښوونکو د روزنې موسسه او د پوليسو اکاډمۍ ته يې خپله سينه کې ځاى وکړى. د پکتيا ولايت  د ١٢ په شاوخوا کې ولسوالۍ لري چې دولايت مرکز يې د ګرديز لرغونۍ ښار دى.
اخځ ليک
1. سنګروال، شهسوار، د افغانستان د تاريخي جغرافيي څرنګوالى
2. فرهاد ، قدرت الله حداد، د افغان ملي تاريخ
3. صديق الله «رښتين» لرغونې پښتو
4. هېواد ورځپاڼه، کابل افغانستان

 

نعمت الله دولت زی 19.01.2010 11:26

پکتيا چې د مېړنيو ، ننګياليو او غېرتي پښتنو خاوره ده ٠د تاریخ په اوږدو کې يي د لوي افغانستان شمله اوچته او ژوندۍ ساتلی ده .د بېلګې په ډول٠ د خپلواکۍ په جګړه کې ېی د انګرېزانو سره په ډېره مېړانه جګړه کړې او دهیواد ازادۍ یی ګټلی ده, همدارنګه دتاریخ په اوړدو کې یی هر دښمن ته په مېرانه ځواب ورکړې دی. <br />د تعلیم سطحه پکې دومره لوړه نه ده دوی باید زدکړې وکړي خپل وطن ته خدمت اؤ ځان د نړېوالو سره سیال کړي٠

ټولې تبصرې

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.